ایکنانیوز له المصری الیوم څخه راپور راکړ،د مصر د اوقافو وزیر محمد مختار جمعه ددې خبر په اعلانولو سره روښانه کړه ،په قاهرې کې به د قرآن کریمد نړیوالو سیالیو په دیرشم پړاؤ کې د ګډؤون کونکو شمیر له شپیتو هیوادونو څخه څه دپاسه سلو کسانو ته ورسیږي او پخپلو کې به سره سیالۍ وکړي.
دهغه په ونیا، تر اوسه پورې د د ۲۹افرایقائي هیوادونو، د ۲۰آسیائي هیوادونو پشمول له ۵۴هیوادونوڅخه او دغه ۶۳ ګډون کونکي او دغه راز په الازهر پوهنتون کې په بورسیې ددرس ویونکو پر ګډون سربیره د امریکا او اروپائي هیوادونو څخه هم ۵ ګډون کونکو په دغو سیالیو کې دګډون لپاره چمتووالی ښودلی دی . د مصر د اوقافو وزیر پخپلې خبری غونډې کې ووئيل، د قرآن کریم د نړیوالو سیالیو دیرشم پړاؤ په بشپړ ډول دمصر په لوي جومات دارالقرآن کې چې دنوي اداري په پلازمینې کې او د غیر نابینایانو د ګډون لباره د لغت د معانو او سورو د مقاصدو په زمینې کې کتبي آزموینې هم ترسره شي.
هغه په دوام کې د دغو قرآنی فعالیتونو یوه ترټولو مهمه ځانګړنه په مختلفو ډلو ټپلو کې دډولوالی او پراختیا وبلله.
محمد مختار جمعه په پاي کې روښانه کړه ، د نبوي سنت د اهتمام په چوکاټ کې د سیالیوددیرشم پړاؤ په دوهمه ورځ د دغې څانګې د غوره استاذانو په شتون سره هم ترسره کیږي او همداراز د قاهرې په امام حسین(ع)په جومات کې به څلویښت نبوي حدیث دقرائت طرحه هم ترسره شي.